د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معلوليت لرونکو وګړو له يو شمېر استازو سره وکتل

sadiq_admin
Tue, May 25 2021 8:21 AM
sa

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معلوليت لرونکو وګړو له يو شمېر استازو سره وکتل

دوشنبه،۳غبرګولی ۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د معترضو معلولينو له يو شمیر استازو سره وليدل او د اړونده مسايلو په تړاو يې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوريدل.

په پيل کې د کابل معلولينو استازي حاجي احمدشاه عظيمي، د معلوليت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ستونزو په تړاو خبرې وکړې وويل: چې د معلوليت لرونکو وګړو له لوري د تحصن خيمې شاوخوا شپږ مياشتې تېرېږي، خو لا هم ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

د نوموړي په خبره، چې له تحصن خيمې لګولو يې موخه د نړيوالې ټولنې، افغانستان دولت او د وزارت چارواکو ددې قشر لپاره د پام را اړول و.

نوموړي زياته کړه، چې د معلولينو لپاره د غرفو او استوګنځيو ويش، کارموندنه، زدکړې، د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش بهير چټکتيا، د قانون تعديل، د معلوليت ملي ستراتيژۍ پلې کول او د معاشونو ورکړه هغه ستونزې دي، چې د معترضو معلولينو د تحصن خيمې د لګولو سبب ګرځيدلې دي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دوی له راتګ او د عدالت غوښتنې او د سیسټم منظم کولو په برخه کې له هميشنيو همکاريو مننه وکړه وويل: چې د پورته يادو شويو ستونزو د حل لپاره پوره ژمنتيا لري او ټينګار يې وکړ، چې ددې ځوریدلي قشر ټولې ستونزې بايد په همغږۍ او ګډکار سره حل شي.

ښاغلي فاروقي د نوي سيسټم د رامنځته کيدو او د اسنادو د چڼ په تړاو د معلوليت لرونکو وګړو حوصله وستايله او زياته يې کړه، چې په وزارت کې د نوي سيسټم پلي کول او اصلاحاتو راوستل به په چارو کې د فساد مخنيوی وکړي او پر بنسټ به يې حق حقدار ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، چې د پورتنيو ستونزو د حل په موخه هره ورځ له بېلابېلو اړونده ادارو سره ناستې کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS