د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش بهير دې چټک شي

sadiq_admin
Mon, May 24 2021 8:15 AM
a

د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش بهير دې چټک شي

نن يکشنبه د غبرګولي په دويمه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي، په وزارت کې دننه د برېښنايي پېژنډپاڼو د ويش له مرکز څخه ليدنه وکړه او ددې پروسې پر چټکتيا يې ټينګار وکړ.

ښاغلي فاروقي د برېښنايي پېژندپاڼو اخيستل د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره حتمي او اړين وګڼل، څو پر بنسټ يې په چارو کې روڼتيا رامنځته او برېښنايي سیسټم پلی شي.

د نوموړي په خبره، چې د برېښنايي پېژندپاڼو اخيستو په صورت کې به د شهيدانو وارثين او معلوليت لرونکي وګړي خپل حقوق په اسانۍ او چټکه توګه ترلاسه کړي.

ښاغلي فاروقي دې مرکز ته د راغلو مراجعينو او د مرکز کارکوونکو ستونزې او غوښتنې واوريدې او د پروسې د چټکتيا په موخه يې اړونده چارواکو ته د بيړنيو او اړينو اقداماتو د ترسره کیدو لارښوونې وکړې.

___________

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS