د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د معلولیت لرونکو ښځو له استازو سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Apr 07 2021 8:44 AM
x

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د معلولیت لرونکو ښځو له استازو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي نن سه شنبه د وري په ۱۷مه، د معلولیت لرونکو ښځو د بنیاد رئیسې زربیګم سروري سره وکتل او د معلوليت لرونکو ميرمنو اړوند مسايلو باندې يې ورسره خبرې وکړې.

په پيل کې اغلې سروري په وزارت کې د پوهنمل حميدالله فاروقي د وروستيو اصلاحاتو او چارو برېښنايي کولو په تړاو د هڅو ستاینه وکړه وويل: د معلولیت لرونکو ښځو او په جګړو کې د شهيد شويو سرتېرو ميرمنې د هېواد په کچه تر ټولو بې وزله او محرومې ميرمنې دي، کومې چې په لوړ همت او شهامت د خپلو کورنيو سرپرستي کوي.

ددې په خبره، چې د سولې په پروسه کې معلوليت لرونکې میرمنې بنسټيز رول لوبولی شي او په دې برخه کې هغوی ته بايد د ګډون اسانتياوې برابرې شي.

اغلې سروري څرګنده کړه، چې معلولیت لرونکې میرمنې تل د ټولنیز عدالت د ټينګښت او د نظام د پايښت لپاره د خپلو معلولینو وروڼو تر څنګ مبارزه کوي. دولت مسووليت لري چې معلوليت لرونکو ميرمنو د لاسي صنایعو، کارموندنې، حقونو د ورکړې، سرپناه، زده کړو او د ژوند په نورو برخو کې ددې قشر لازم لاسنيوی وکړي.

پوهنمل حمیدالله فاروقي د خبرو په ترڅ کې د افغانستان د تاریخ په مختلفو دورو کې د ښځو، په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو میرمنو د اتلواليو او سرښندنو ستاينه وکړه وويل: معلوليت لرونکو ميرمنو ستونزو ته رسيدنه او د حقونو ورکړه زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي او د هغوی مبارزه او زړورتیا به راتلونکو نسلونو ته لوی درس او وياړونه په میراث پرېږدي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې له دولت سره د مدني ټولنو او بنسټونو همغږي په ادارو کې تحرک او نظم راولي او د همدې اړيکو پر بنسټ د ستونزو د هواري فرصتونه رامنځته کېږي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د معلوليت لرونکو ميرمنو د ټولو قانوني او رواوو غوښتنو لپاره د رسيدنې او پاملرنې په موخه اړين او لازم اجراات دوام لري.

په پای کې د معلوليت لرونکو ميرمنو استازو، ياد قشر ته د ځانګړې پاملرنې له امله ښاغلي فاروقي ته ستاينليک او د وياړ چپنه ډالۍ کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS