د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې معلولینو لپاره د کاری فرصتونو او ټولنیز خوندیتوب مسایلو باندې بحث وشو

sadiq_admin
Thu, Mar 04 2021 9:01 AM
یس

د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې معلولینو لپاره د کاری فرصتونو او ټولنیز خوندیتوب مسایلو باندې بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې معلولینو لپاره د کاري فرصتونو پراختیا او ټولنیز خوندیتوب په اړه د بحث او نظرونو شریکولو په موخه د ځینو ادارو مسولینو سره ناسته وکړه.

ښاغلي فاروقي د معلولیت د لس کلنې ملي ستراتېژۍ د بشپړولو برخه کې د جمهور رییس د لارښوونو تطبیق ته په اشارې وویل: په دې اړه وړاندې هم بحثونه شوي دي او ټولو اړوندو ادارو پکې کډون درلود. مهمه ده، چې د ټولو ادارو له نظرونو اخیستو وروسته ستراتېژي نهایي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې یې د تطبیق چارې پیل شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې ټولې ادارې باید خپل نظرونه د ټولنې د شته واقعیتونو پر بنسټ په لیکلې بڼه د وزارت مسولینو سره شریک کړي تر څو په ستراتېژۍ کې ځای پر ځای شي.

ښاغلي فاروقي معلولیت لرونکو وګړو ته د کاري فرصتونو او ټولنیز خوندیتوب مسایل مهم وګنل وویل، چې په دې برخه کې باید د معلولینو ټولې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه په ښه ډول منعکس شي تر څو سمه رسیدګي ورته وشي. زیاته یې کړه چې د دې ستراتېژۍ اساسي موخه پر خپلو پښو د معلولینو درول او اقتصادي پیاوړتیا ده. اړینه ده، چې د دیني، اخلاقي او ارزښتي اصولو پر بنسټ د معلولینو ملاتړ وشي او د ستراتېژۍ د نهایي کېدو هڅې چټکې شي.

ښاغلي فاروقي د ټولو همکارو ادارو او بنسټونو مننه وکړه، چې د یوې غوره همغږۍ پر بنسټ عمل کوي او د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي برخه کې ځانګړې لېوالتیا لري.

د ادارو مسولینو د ستراتېژۍ د پیاوړتیا په موخه خپل نظرونه د وزارت رهبرۍ سره شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ستراتېژۍ د نهایي کېدو لپاره بشپړ تعهد لري.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS