خبرتیا!

sadiq_admin
d

خبرتیا!

د کابل ولايت اړوند ټولو درنو معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي تذکرو وېش پیل شوی دی. درانه معلولین کولای شي، چې د راتلوونکې دوشنبې ورځ د سلواغې میاشتې په ۲۷ نېټه وزارت ته تشریف راوړي او د بریښنایي تذکرې لپاره فورمونه ډک کړي.

د یادولو وړ ده، چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې هغو معلولینو ته حقونو ورکړه کې لومړیتوب ورکول کېږي، چې برېښنايي تذکره ولري.

يادونه: د شهيدانو درنې ورثې ته وروسته خبر ورکول کېږي.

پته: د هوایی ډګر عمومي سړک، قلعه خياط تمځای، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت