د شهيدانو او معلولينو په چارو سرپرست وزیر د ولایتي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو،

sadiq_admin
Tue, Feb 09 2021 2:13 PM
gf

د شهيدانو او معلولينو په چارو سرپرست وزیر د ولایتي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړنې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره وکتل

نن (سه شنبه، ۲۱، سلواغې) د ولايتي سفرونو په بهیر کې، د شهيدانو او معلولينو په چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي، د لغمان محترم والي رحمت الله زیارمل په شمول، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون له غړو، مستوفي، د ښارجوړنې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره لیدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د لغمان مستوفي، د ښارجوړنې رييس، ښاروال، د سترې محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت استازو، د لغمان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته چارواکو ګډون کړی و.

ښاغلي فاروقي، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو ته پر وخت رسیدنه لومړيتوب لري او د هغوی لپاره باید د ژوند له لومړنيو اړتياوو، تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې برابرې شي.

همداراز ښاغلي فاروقي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د حقوقو او امتيازاتو ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په تړاو خپلې غوښتنې، لارښونې او وړاندېزونه، د لغمان له محترم مستوفي سره شريک کړل.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره د استوګنځیو پر وېش او د اسایشګاوو جوړولو په هکله هم خبرې وکړې او په دې تړاو یې د لغمان له خلکو سره وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې شریکې کړې. په ورته وخت کې یې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کاري عرفو د توزیع په پروسه کې د عدالت ټینګښت، برابرۍ په پام کې نیولو سره د لغمان ښاروال ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه باندې ټینګار وکړ او له اړونده چارواکو یې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړنې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو له محترم وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې لغمان ولايت ته سفر را وکړ.

ښاغلي فاروقي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو ولایتي مسوولو چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي ادارو د همغږۍ او همکارۍ د لا زياتوالي سپارښتنه يې وکړه.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS