روان مالي کال کې به نظامي معلولینو ته ځانګړې پاملرنه وشي

sadiq_admin
Wed, Feb 03 2021 9:53 AM
dd

روان مالي کال کې به نظامي معلولینو ته ځانګړې پاملرنه وشي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د یو شمېر نظامي معلولینو استازو سره وکتل.

د نظامي معلولینو په استازیتوب رحیم الله رحیمي پوهنمل فاروقي ته د نوي مسولیت مبارکي ورکړه وویل، چې د نظامي معلولینو حقوق باید پر وخت ورکړل شي، د دې تر څنګ په دولتي ادارو کې دې د دوی ګمارنې ته هم پاملرنه زیاته شي او دا چې د ویلچیرونو کمښت او شدیدې اړتیا سره مخ دي، باید په اړه یې اقدام وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي فاروقي د نظامي معلولینو له راتګ مننه وکړه، هېواد او ولس ته د دوی قربانۍ یې وستایلې او تر ټولو مستحق خلک یې وګڼل زیاته یې کړه: نظامي معلولینو او د شهیدانو ورثې ته رسیدګي مو لومړیتوب دی. روان مالي کال کې به د نظامي معلولینو د پاتې حقوقو د ورکړې، په دولتي ادارو کې د ګمارنې او ویلچیرونو برابرولو په اړه جدي اقدامات ترسره شي.

________________

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS