د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر سره وکتل

sadiq_admin
Sun, Jan 31 2021 9:25 AM
s

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزي او یو شمېر غړو د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي پوهنمل حميدالله فاروقي سره وکتل او نوموړي ته یې د نوي مسولیت د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د بریا هیله وکړه.

ښاغلي الکوزي د دې وزارت پخوانۍ رهبرۍ سره د لاسلیک شوو هوکړه ليکونو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې او نوې رهبرۍ ته يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي پوهنمل حميدالله فاروقي مننه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولنې جګړه ځپلي قشر ته ځانګړې پاملرنه کوي او دې ادارې سره همکاريو او ګډ کار ته ژمنتيا ښيي.

ښاغلي فاروقي د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي، پرله پسې هڅو او د شهيدانو ورثې او معلولينو ژوند د ښه والي لپاره د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS