د ژوند په مختلفو برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاوو ټاکلو په اړه ملي سروې ترسره کېږي

sadiq_admin
Wed, Dec 30 2020 9:36 AM
cs

د ژوند په مختلفو برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاوو ټاکلو په اړه ملي سروې ترسره کېږي

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ او ورسره پلاوي د مرکزي احصايې او معلوماتو ملي ادارې مرستيال حسيب الله موحد سره وکتل.

آغلې اندړ وزارت سره د یادې ادارې له همکاریو مننه وکړه وویل، چې د غوښتنې پر مهال یې اړتيا وړ معلومات ورسره شریک کړي دي. زیاته یې کړه: د جمهور ریيس د لارښوونې پر اساس د معلوليت د لس کلنې ملي ستراتيژۍ پیاوړتیا او تطبیق لپاره په مختلفو برخو کې ملي او باوري سروي ته اړتيا ده، تر څو په ټولو برخو کې د معلولینو اړتیاوې وټاکي او سمه رسېدنه ورته وشي. زیاته یې کړه، چې غواړو دغه سروې له ترسره کېدو وروسته په ملي او نړیواله کچه مطرحه او د نورو ګڼو سروې ګانو ځای ونیسي.

وزارت سلاکار حبیب خان ځاځي د یادې ادارې مسولینو ته د معلولیت د ملي ستراتيژۍ اړه معلومات ورکړه وویل، چې دغه ستراتېژي ۱۴ بنسټیزې موخې لري او د تطبیق لپاره یې ډېرو ارقامو او معلوماتو ته اړتیا ده.

د مرکزي احصايې او معلوماتو ملي ادارې مرستيال حسيب الله موحد وویل، چې د ستراتېژۍ د پیاوړتیا او تطبیق لپاره د معلولیت په مختلفو ابعادو کې دقیقو ارقامو ته اړتیا ده او پرته له دقیقو ارقامو د یوې ستراتېژۍ جوړول ممکن نه دي. وویل چمتو دي، چې د هېواد په کچه د معلولیت لرونکو وګړو سروې ډیزاین او ترسره کړي. زیاته یې کړه، چې د زده کړو، کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، فزیکي لاسرسي او نورو ټولو اړینو برخو کې به پوښتنلیکونه ترتیب او ادارو ته به یې واستوي. نوموړي څرګنده کړه، چې د سروې په ترسره کولو او معلولینو د اړتیاوو د تشخیص لپاره له تخنیکي، تحلیلي او ارقامو راټولولو برخو کې همکاري.

موحد وویل، چې د سروې ترسره کولو لپاره به تخنیکي کمېټه جوړه او د شاخصونو له مشخصولو وروسته د سمپل سروې په ډول د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ میاشت د معلوماتو راټول پیل کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS