پر ښوونیزو او علمي مرکزونو بریدونه د ټولو جګړه ییزو اصول خلاف کړنه او بشري جنایت دی

sadiq_admin
Sat, Nov 07 2020 9:15 AM
طش

پر ښوونیزو او علمي مرکزونو بریدونه د ټولو جګړه ییزو اصول خلاف کړنه او بشري جنایت دی

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید له کبله د تسلیت او ډاډګېرنې په موخه د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر او د کابل پوهنتون رییس محمد عثمان بابري سره د ناستو تر څنګ د کابل پوهنتون له ویجاړو شویو ټولګيو هم لېدنه وکړه.

ښاغلي آریوبي د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي بصیر سره په لیدنه کې د شهیدو شویو محصلینو روح ته دعا او د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه زیاته یې کړه: محصلین بې دفاع خلک دي او یوازینۍ موخه یې د زده کړو ترلاسه کول دي. پر محصلینو او زده کوونکو دغه ډول ترهګریز بریدونه د ټولو جګړه ییزو اصولو خلاف عمل دی. علم، پوهې او اکاډمیکو مرکزونو سره د دښمنۍ ښکاره بېلګه ده، چې ترسره کوونکي یې جنایتکاران او د بخښنې وړ نه دي.

ښاغلي آریوبي په دویمه ناسته کې د یادې خونړۍ او غیر انساني پېښې له کبله د کابل پوهنتون رییس ښاغلي بابري او قدرمنو استادانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړه او دغه برید یې بشریت ضد عمل وګنه وویل: دا ډول بریدونه د افغانستان د خلکو او علم د دښمنانو کړنه ده، هیڅ شرعي جواز نلري.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه: د وزارت مسولینو ته یې لارښوونه کړې، تر څو د پېښې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د مرستو رسونې برخه کې بېړنی اقدام وکړي زیاته یې کړه، چې د وزارت له لوري ټاکل شوی پلاوی هره ورځ روغتونو ته ورځي او د ټپیانو پوښتنه کوي. کورنیو ته به یې مرستې ورسیږي او د شهیدانو ورثې ته به د کلنیو حقوقو ورکړې کتابچې ووېشل شي.

ښاغلی آریوبي له یادو ناستو وروسته د پوهنتون هغو ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه، چې ترهګرو پکې بې ګناه محصلین شهیدان او ټپیان او ټولګي یې زیانمن کړي وو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS