د بدخشان ولايت مقام، وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوی وستايه

sadiq_admin
Sat, Oct 17 2020 9:39 AM
fx

د بدخشان ولايت مقام، وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوی وستايه

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو له نږدې اورېدو او هواري په موخه بدخشان ولايت ته سفر وکړ، چې د بدخشان د خلکو له تود هرکلی مخ شول.

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، په وزارت کې د اصلاحي پروګرامونو او شفافيت ستاينه وکړه او د بدخشان د خلکو په استازيتوب يې ترې مننه وکړه، چې د جګړې ځپلو ولسونو لپاره يې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او فساد د مخنيوي په برخه کې د زيات کار کولو سره يې ياد وزارت ته وياړونه ور بښلي دي.

ښاغلي وزير د بدخشان د والي د ستاینو او مننې په ځواب کې، د ولسونو لپاره خدمت پر خلکو احسان نه؛ بلکه خپل مسوليت وباله.

د بدخشان والي د وزارت مقام څخه د ورغلي پلاوي هڅې او د ولسونو پر وړاندې د خدمت تعهد ستاینه وکړه او د مننې او ستاينې په ډول يې ياد پلاوی ته د افغانانو د غوره مشرۍ چپنې ډالۍ کړې.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS