د کندهار ولایت د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند چارې به رڼې او چټکې شي

sadiq_admin
Sun, Oct 11 2020 9:31 AM
csc

د کندهار ولایت د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند چارې به رڼې او چټکې شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د کندهار ولایت د شهيدانو ورثې، معلوليت لرونکو وګړو استازو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو سره وکتل.

د یاد ولایت د شهيدانو د ورثې او معلولينو استازو د پاتې حقوقو ورکړې، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتیا، د روان کال د حقوقو ځنډېدو، د نمرو وېش او د اسايشګاه لپاره د امکاناتو پر زیاتېدو خبرې وکړې او خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړه.

ښاغلي آريوبي د کندهار د شهيدانو او معلولينو استازو څخه مننه وکړه، چې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ستونزو شریکولو په موخه یې تشریف راوړی دی، زیاته یې کړه: په ۱۹ کلنه جګړه کې د لوی کندهار ولسونو زياته قرباني ورکړې او ستونزو ته رسېدنه يې د وزارت لومړيتوب دی.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د یاد ولایت د شهيدانو د هغې ورثې او معلولينو د پاتې حقوقو د ورکړې لپاره به اقدام وکړي، چې اسناد یې قانوني ستونزې ونلري او نورو ته به یې حقوق د اسنادو او وثیقو له څېړنې، برېښنایي تذکرې اخیستو او بایومتریک وروسته ورکړل شي.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې کندهار کې د اسنادو او وثیقو څېړلو او برېښنايي تذکرو د وېش بهير چټکتيا په اړه یې مسولینو ته اړینې لارښوونې کړي دي او په دې برخه کې به بشپړه روڼتیا تامین شي.

ښاغلي آريوبي وویل، چې د کندهار د شهیدانو ورثې او معلولینو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو په موخه به نږدې وخت کې کندهار ته کاري سفر وکړي او ټولو اقشارو سره به جلا لیدنې ولري.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS