د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

content_admin
Sat, Jun 13 2020 8:43 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

نن پنجشنبه د (جوزا میاشتې ۲۲ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ غونډه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په مشرۍ ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

ښاغلي آریوبي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې بهیر سربېره د قوانینو د تعدیلاتو، سیستمونو د تطبیق، دولتي ادارو سره د هوکړه لیکونو د تعقیب، د معلولینو پر ملي فدراسیون، معلولینو د ملي انستیتیوت فعالولو او پر ځینو نورو تخنیکي مسایلو بحث وکړ.
ښاغلي آریوبي وویل، چې د قوانینو د تعدیل ټول موارد باید په ټولیزه توګه وڅېړل شي او له تقنین او تصویب وړاندې دې ټولې ستونزې په دقیق ډول اصلاح شي، تر څو د قوانینو ټولې نیمګړتیاوې حل شي.

ښاغلي آریوبي د سیستم د تطبیق مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې ټول نظامي او ملکي شهیدان او معلولین د یوه منظم پلان پر بنسټ سیستم کې داخل او بشپړه رونتیا تامین شي. د سیستم مسولینو وویل، چې په دې اړه عملاً کار پیل شوی او تر اوسه د (۶۰۰۰) شهیدانو اسناد سیستم ته پورته شوي دي او په راتلونکو اونیو کې به دا بهیر نور هم چټک کړي.

ښاغلي آریوبي په (۳۱) ولایتونو کې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر کې د معلولینو او د شهیدانو ورثې ته لومړیتوب ورکول اړین وګڼل زیاته یې کړه، چې یاد فرصت په سمه توګه مدیریت او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وشي. د معلولینو د ملي فدراسیون د نهایي اساسنامې او کړنلارې په اړه یې لارښوونه وکړه، چې تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو سره د همغږۍ په موخه مجالس ترسره شي.

ښاغلي آریوبي د معلولینو او شهیدانو د ورثې اړوند دولتي ادارو او خصوصي پوهنتونو سره د لاسلیک شویو دوه اړخیزو هوکړه لیکونو د تعقیب او د ترسره شویو اجرااتو او په دولتي ادارو کې د معلولینو د ۳ سلنه ګمارنې د تطبیق په اړه د راپور د ترتیب لارښوونه وکړه.

د یادو مسایلو تر څنګ په ولایتونو کې د اسایشګاوو پر جوړولو، عزیزي بانک د نویو کارتونو وېش بهیر په چټکېدو، د ذکات صندوق طرحې په پراختیا، معلولینو د ملي انستیتوت فعالولو، مرکز او ولایتونو کې د اسنادو د بررسۍ، جندر پالیسۍ او نورو بنسټیزو موضوعاتو مفصل بحث ترسره او لارښوونه وشوه، چې د معلولینو او شهیدانو د ورثې اړوند ټولې چارې باید په جدي توګه تعقیب او له ځنډ پرته اقدامات ترسره شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS