د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو وېش
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل. د یادو مرستو د وېش پر مهال د څارنې او ارزونې ریاست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رياست، د شهیدانو چارو ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود
