په زابل ولایت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ژوند د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد، د یاد ریاست آمر محترم ملا احسان الله صادق او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.
محترم سید فضل الدین آغا حامد د یادې مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یې د لازیاتو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
