د ننګرهار ولایت اړوند پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کامې ولسوالۍ اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د ویش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې یاد ریاست به د مرستندويه مؤسسو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هغوی لپاره لا زياتې برابرې کړي.
