د کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې د ژمنۍ البسې ترڅنګ اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي مواد هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست، د شهیدانو چارو رياست، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
