په زابل ولایت کې اته لس سوه او پنځه شپېتو (۱۸۶۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو معلولینو او عامو بيوزله هيوادوالو مرستې ترلاسه کړې
په زابل ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ پر (۱۸۶۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو معلولینو او عامو بيوزله هيوادوالو باندې مرستې وویشل شوې چې په يادو مرستو کې (۱۵۰۰) تنو مستحقینو ته البسه، (۳۵۰) تنو کونډو ته د اقتصادي بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه او همدارنګه (۱۵) تنو معلولینو ته پنځلس (۱۵) عرادې زرنج نقلیه وسایط ورکړل شول.