په زابل ولایت کې اته لس سوه او پنځه شپېتو (۱۸۶۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو معلولینو او عامو بيوزله هيوادوالو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۲۱
mmd

په زابل ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ پر (۱۸۶۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو  معلولینو او عامو بيوزله هيوادوالو  باندې مرستې وویشل شوې چې  په يادو مرستو کې (۱۵۰۰) تنو مستحقینو ته البسه، (۳۵۰) تنو کونډو ته د اقتصادي بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه او همدارنګه (۱۵) تنو معلولینو ته پنځلس (۱۵) عرادې زرنج نقلیه وسایط ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS