د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د یوه مسول دولتي بنسټ په توګه ژمن دی، چې د سیکانو پر عبادتځای د برید قربانیانو کورنیو ته د کلنیو حقوقو د ورکړې امکانات برابر کړي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۰ - ۱۰:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د یوه مسول دولتي بنسټ په توګه ژمن دی، چې د سیکانو پر عبادتځای د برید قربانیانو کورنیو ته د کلنیو حقوقو د ورکړې امکانات برابر کړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د سیکانو په عبادتځای کې د تیرې ورځې د ترهګریز برید له قربانیانو سره لیدنه وکړه. ښاغلي آریوبي یاد ترهګریز او غیر انساني برید وحشیانه عمل وباله، خپلو سیک هېوادوالو سره یې په دې غم کې ځان شریک او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه. ښاغلي آریوبي وویل: افغانستان د ټولو دینونو د پیروانو شریک کور دی او هره مذهبي ډله خپله عبادات او مذهبي مراسم پرته له هر ډول خنډ او ممانعت ترسره کولای شي. سیکان د هېواد د نورو قومونو په څېر زموږ د وجود برخه ده، دلته اوږدې تاریخي ریښې لري او د هېواد په ټولو سختیو، اسانیو، پرمختګ، غم او ښادۍ کې یې ستړیاوې لیدلي او ګاللي دي او د یوه بې طرفه سیاسي قوم په توګه یې هیچاته زیان ندی اړولی. ښاغلي آریوبي ژمنه وکړه چې د یادې پیښې قربانیاتو وارثینو ته کلنۍ حقوق ورکوي او ډیر ژر به یادو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې هم ورکړل شي.

ورپسې د سیکانو او هندوانو په استازیتوب د مشرانو جرګې سناتوري آغلې انار کلي هنریار خبری وکړی. آغلې هنریار د پیښې د غندلو ترڅنګ له ښاغلي آریوبي څخه مننه وکړه چې تل یې یاد قشر ته رسیدګي کړی.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت اړوند پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کامې ولسوالۍ اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نن ماسپښین په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم الحاج مولوي عبیدالله امین زاده او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

په پکتيکا ولايت کې پر (۹۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS