د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د فني او مسلکي زده کړو د برابرولو په موخه د اسلامي هوساینې مؤسسې سره د (۸۵) زره او (۵۷۹) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په بامیان ولایت کې د (۱۱۰) تنو یتیمانو او کونډو لپاره د خیاطۍ، موبایل ترمیم، نجاري او نورو برخو همداراز د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې زمینه برابره شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شو او د یوه کال په موده کې به د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
