په هلمند ولايت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو يتيمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق یتیم ته (۴۰۵۰) افغانۍ ورکړل شوې.
یادې مرستې د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا محمد اخلاص محمد او د ټولنیزو خدمتونو او مرستو چارو د تنظیم عمومي مدیر محترم حافظ سمیع الله صمیم په حضور کې پر مستحقو کسانو په عادلانه او منظم ډول ووېشل شوې.
محترم ملا محمد اخلاص د نداء الخیر مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او نورو بېوزلو کورنیو لاسنیوی د ټولنې ګډ مسؤولیت دی.
نوموړي له نورو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادوالو هم وغوښتل، چې د ټولنې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، څو د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده راکمې او د هغوی لاسنیوی وشي.
