په کاپیسا ولایت کې د حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۳

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي او صحي مؤسسې په همکارۍ، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي ګل خان ګل محمد، د ولایت مقام، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، همداراز د اقتصاد ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.

دا ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه او پايلې یې هم د مسؤلینو له خوا اعلان شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS