په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۳

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري رحیم الله ضرار، د‌ اقتصاد رياست استازي او د احساس خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یادې موسسې څخه یتیمانو ته د مرستو برابرولو په پار د مننې ترڅنګ،  په راتلونکي کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۶۰) زره افغانۍ پر (۱۴۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS