د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لاښه ترسره کیدو په موخه د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې په خصوصي پوهنتونو او ښوونځیو کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړیا او یا د تخفیف سره د زده کړو د زمینې برابرولو، په شرایطو برابر معلولینو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د کاري فرصتونو رامنځته کولو او همداراز د بی سرپناه کونډو، یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو په اړه د ولایتي ریاستونو څخه د لازمو معلوماتو د غوښتلو په هکله هر اړخیز بحث وشو.
محترم مولوي علاؤالدین سعد کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره د اوږد مهاله پروګرامونو د تطبیق په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پورته ذکر شویو مواردو ته په بشپړې پاملرنې سره کولای شو د یاد قشر لپاره د هوسا ژوند زمینه برابره کړو.
همداراز په دې غونډې کې د کارکوونکو هڅې وستایل شوې، د مراجعینو سره د ښه سلوک په هکله سپارښتنه وشوه او د هغوی څخه وغوښتل شول چې پورته موضوعات تعقیب او پایلې یې په راتلونکې غونډې شریکې کړي.
