د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۱

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د (۷) لکه او (۳۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، د دې هوکړه لیک له مخې به، په پروان ولایت کې پر (۱۰۰) تنو کونډو او ښځینه معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشل شي، په دې ترتیب هر مستحق ته به (۷۳۰۰) افغانۍ ورکړل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو، چې د یوې میاشتې په موده کې به د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS