په نیمروز ولایت کې پر (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې
د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۱۰۰) کورنیو باندې خوراکي مرستې ووېشلې.
او هرې کورنۍ ته د مرستې په توګه څلوېښت (۴۰) قوطي د غوایي غوښې کنسروې ورکړل شوې.
مرسته اخیستونکو هم د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې ورسره لا زیاتې مرستې ترسره شي.
