د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حج سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۰

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو شمېر شهیدانو ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشۍ پروسه په شفاف ډول، د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم سیدولي حماد او د متقاضیانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې قرعه‌کشی په پایله کې (۱۰) تنه مستحق وګړي بریالي اعلان شول او پاتې نورو کسانو چې د قرعه‌کشی په پروسه کې يې برخه اخیستې وه، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه یې د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو په پار قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

BACK TO NEWS