د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۵:۵۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي چې د یاد رياست اړوند درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم امین الله امیني او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله، خوست ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل کړه.

تمه ده چې یاد پلاوی به د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر  او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړي.

د دې بررسي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د مخکیني پلاوي د سپارښتنو تعقیبول،  د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل دي.

د یادونې وړ ده چې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ترسره شویو کړنو د بررسي پر مهال د یاد ریاست رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او د‌ شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سید ولي حماد هم شتون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

BACK TO NEWS