په کنړ ولایت کې د یو شمېر یتیمانو له کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۴:۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو  پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم صفي الله وصال یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یو شمېر یتیمانو له کورنيو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

یاد پلاوي، تر دې وړاندې د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست له خوا په ۱۴۰۳ مالي کال کې ترسره شوي فعالیتونه هم په هر اړخیزه توګه ارزولي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS