د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د آشیانه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین ریاست د آشیانه خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې موخه یې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د ښه ژوند فرصتونو برابرول دي. د دې هوکړه لیک له مخې به، په سمنګان ولایت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو (۱۳۰۰) کورنيو لپاره په (۹) بېلابېلو برخو کې حرفوي پروګرامونه پېل شي، ترڅو هغوی د حرفوي مهارتونو په زده‌کړې سره له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

یاد هوکړه لیک د (۲۸۵) زره او (۹۰۶) ډالرو په ارزښت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د آشیانه مؤسسې رئیس محترم انجنیر محمد یوسف نوابي ترمنځ لاسلیک شو او د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د اوو (۷) میاشتو په موده کې پلي شي.

د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د آشیانه مؤسسې له رئیس څخه یې مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د دې اړمن قشر ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲۳
Background image

په غور ولایت کې پر (۱۳۵) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې د ویلچرونو وېش

د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ په یاد ولایت کې پر (۱۳۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د غور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲۰
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي چې د یاد رياست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه برکي برک ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو. . .

BACK TO NEWS