د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید ولي حماد د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې رسماً پيل کړه.

د معرفي په غونډه کې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان نوي آمر ته د سپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي سید ولي حماد تر دې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلانونو او راپورونو د توحید او تحلیل د آمر په توګه دنده ترسره کوله او په دې برخه کې ورسپارل شوې چارې په پوره بریالیتوب سره سرته رسولي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۲۵) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۱۵۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ  د معلولینو د لاسنیوي په موخه پر (۱۵۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، د ویلچرونو سربېره هر معلول سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

په خوست ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰۰) کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور. . .

BACK TO NEWS