د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د یتیمانو او معلولینو د اسنادو سروې او بررسۍ ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۱۹

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د یاد ولایت اجرستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، تر څو د شهیدانو ورثه وو او معلولینو سروې ترسره  او اسناد یې له نږدې وڅېړي.

محترم مولوي محمد انور برادر همداراز له (۷۰) تنو ثبت شويو معلوليت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې  واورېدې، او هغوی ته يې د اسلامي امارت د مشرانو د شفقت او پاملرنې ډاډ ورکړ.

همداراز، د دې سفر په ترڅ کې د (۶۱۵) تنو یتیمانو اسناد هم و ارزول شول.

په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د شهيدانو او معلولينو چارو رياست کړنې وستایلې او د اسلامي امارت د مشرانو له ځانګړې پاملرنې او شفقت څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS