د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لسو (۱۰) مستحقو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لسو (۱۰) یتیمانو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې پیل کړې.

د یادې پروژې چارې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ده سبز ولسوالۍ د ولسوال مرستیال او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې مسؤلینو په شتون کې پېل شوې.

د دې پروژې له مخې به هرې کورنۍ ته یو معیاري کور چې دوه استوګنیزې خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب ولري، جوړ او د ګټې اخیستنې لپاره به ورته وسپارل شي. یاد مستحق کسان څه موده وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې شفافې او عادلانه قرعه کشۍ له لارې ټاکل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د یادو کورونو د جوړولو ټولیز لګښت (۷۱) زره او (۳۷۰) ډالره کېږي او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS