په کاپيسا ولایت کې پر یو شمېر مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۳:۵۵
mmd

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوړي، پنځوس کیلو وریجې او ځينې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یې د لا زیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS