په تخار ولایت کې پر (۵۰) کورنيو باندې سولرونه ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۳:۵۸
mmd

د تخار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۵۰) کورنيو سره د لمرېزې برېښنا د تولید په موخه د سولرونو مرسته ترسره کړه، په دې ترتیب هرې کورنۍ ته دوه سولرونه، سولري پکې او نور اړوند وسایل په واک کې ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالغفار غفوري د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم په نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS