په کابل ولایت کې (۶۰۵) تنو کونډو او یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انارة خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۶۰۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د پرمختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود او مستحقو کسانو ته یې د مرستو د وېش له بهیر څخه په پوره توګه څارنه وکړه.