د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر یتیمانو د ملاتړ په موخه د انساني مرستو ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د دې هوکړه لیک له مخې به، په کابل ولایت کې (۱۲۴) تنو یتیمانو لپاره اختریزې کڅوړۍ چې په هغه کې جامې، بوټونه او نور وسایل شامل دي، چمتو او ووېشل شي.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو ټولنې مسؤل محترم نصر الله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، او مجموعي ارزښت یې (۳۳۲۵) امریکایي ډالر کېږي او د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.
