د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه وشوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۱۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي په زابل ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې پر مهال تخنیکي پلاوي د کارکوونکو هڅې او هلې ځلې له دې امله وستایلې چې د روزنیز ورکشاپ تجربې یې په چټکۍ سره عملي کړې وې او کومې نیمګړتیاوې چې تر دې وړاندې په یاد سیسټم کې موجودې وې، هغوی ته په ښه توګه رسیدګي شوې وه او یادو کارکوونکو ته د سیسټم د فعالیت د ښه والي په موخه لارښوونې هم وشوې.

همداراز د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس او کارکوونکو د یاد پلاوي د ستاینې او ارزونې څخه مننه او هر کلی وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS