د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو له (۱۵۳) تنو زده کوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه.

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو د اووه بېلابېلو حرفو له (۱۵۳) تنو زده کوونکو څخه د دوه نیم میاشتنېو زده کړو وروسته په ليکلې بڼه ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموېنې د اخیستو پر مهال د شهیدانو ورثۀ ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت الله خالد، د آسایشګاه آمر محترم سید محمد آخند، د یاد مرکز اړوند کارکوونکو او اچ،اچ،آر، ډي مؤسسې استازو شتون درلود.