په سرپل ولايت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنېو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
یوې خیریه مؤسسې د سرپل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ په دې ولايت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، بوره او نخود شامل وو، ووېشل.
په ورته وخت کې هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د سرپل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له مسؤلينو څخه یې مننه وکړه.