د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یوناما دفتر مرکزي زون د بشري حقونو له رئیس سره وکتل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۲۶
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یوناما دفتر مرکزي زون د بشري حقونو له رئیس محترم ډاکتر نایل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو ترسره کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې او د یوناما بشري حقونو له رئیس څخه وغوښتل شول تر څو دې قشر سره د ژوند د لومړنېو اړتیاوو د برابرولو په برخو کې مرستې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د یوناما د بشري حقونو مسؤل هم ژمنه وکړه چې تر  خپل وس په اندازه به، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS