د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د جوزجان ولایت د لیلي دښتې شهیدانو مقبرو ته لاړ او د هغوی پاک روح ته یې دعا وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وزیر محترم ملا الحاج عبدالمجید آخند د جوزجان ولایت په دښت لیلي سیمه کې د هغو شهیدانو مقبرو ته لاړ، چې په ۱۳۸۰ ه ل کال کې د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ په وروستېو کې د امریکایي اشغالګرو په ملاتړ د عبدالرشید دوستم د وحشیانه او بې رحمانه ظلم په ترڅ کې د اسلامي امارت اته نیم زره (۸۵۰۰) تنه بی ګناه مجاهدین په ډلییزه توګه او په ډیر مظلومانه ډول شهیدان شوي وو.

محترم وزیر صاحب د شهیدانو مقبرو ته لاړ او د سپېڅلو شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دې هوکړه پر اساس به (۶۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اقتصادي ځان بساینې او پياوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کارو بارونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې د عزيزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړۍ له بهیر څخه ارزونه وشوه

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په دې ولايت کې د عزیزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د درېيمې ربعې د میاشتنېو نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ډېټابېس او معلوماتو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د عملي کیدو پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه

یاده غونډه چې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو. . .

BACK TO NEWS