د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
mmd

یاده غونډه چې د تخار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي فضل الحق رسا په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د ولسوالېو مدیرانو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه محترم مولوي فضل الحق رسا په ۱۴۰۳ مالي کال کې د دې ریاست  پر موخو، پلانونو، په روان کال کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسې، د ترتیب شوي لیست پر اساس د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي او همداراز مستحقو کسانو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله خبرې وشوې.

نوموړي همداراز د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه يو الهي امانت وګڼي او له هر ډول فساد، سرغړونې، غیر قانوني کارونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.

همداراز هغه په یاده غونډه کې د ولسوالېو مدیرانو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د امکان په صورت کې به ورته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS