د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې مبارکې میاشت کې د خوراکي توکو چمتو کولو په موخه د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۳
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې رئیس محترم محمد نعیم روحاني تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به یوسل او اتیا (۱۸۰)  تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، مکروني، بوره، دال، روح افزا او خُرما شامل دي، ووېشل شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت لس زره (۱۰۰۰۰) امريکايي ډالره دى، چې په ننګرهار ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS