د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په خوست ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست له کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په خوست ولایت کې د نوموړي وزارت د اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.
ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د خپل سفر اصلي موخه د یاد ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو له منځه وړل او يتيمانو، معلولينو او کونډو ته د شفافو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه وبلله.
نوموړي چې د اړوندې ادارې د مسوولینو، کارکوونکو او د رسنیو د استازو په حضور کې خبرې کولې وویل چې اسلامي امارت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمت په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د تشکیل لویه برخه ځانګړې کړې ده .
هغه همداراز څرګنده کړه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته جدي پاملرنه کړې او د دې قشر د ستونزو حل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
همدارنګه د دې سفر په ترڅ کې راغلي پلاوي د خوست ولایت له والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله سره د شهيدانو او معلولينو رياست د ستونزو د حل په موخه هم وکتل.
په دې کتنه کې د خوست والي د تعمیر دستونزې د حل، په ولسوالیو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند مدیرانو ته کمکي معاشونو او همدارنګه د یتیمانو کورنیو ته د جدي پاملرنې په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د دغه پلاوي په تشکيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د داخلي تفتيش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلی مولوی نورالحق حقاني هم شامل دي او ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به په پکتیکا ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاست هم په هر اړخیزه توګه وڅیړي.
