د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څلویښت تنو ساتونکو پوځي روزنه ترلاسه کړه

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۵:۴۲
mmd

د اسلامي امارت څلویښت  تنو سرتیرو  چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ساتنې مسئولیت یې په غاړه درلود نن په هغو مراسمو کې چې د یاد وزارت د پروګرامونو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخند او همدارنګه د ملاټر او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالحکیم حقاني هم ګډون کړې وو له ۱۵ ورځني پوځي زده کړې وروسته فراغت ترلاسه کړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم دغو فارغانو ته په خطاب کې وویل: خدای تعالی  مسلمانانو ته د کفارو په مقابل کې لویه  بریا ور په برخه کړې، اوس د اسلامي امارت مجاهدینو ته په کار ده چي له خپلو نفسونو سره مبارزه او جهاد وکړي تر څو دوې  په دې الهي ازموینه کې بریالي شي. ښاغلي عبدالحکیم  همداراز له فارغانو څخه وغوښتل چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي  مولوي کلیم الله افغان هم خبرې وکړې او د سیف الله طلحه څخه چې د ساتونکو د محاربوي روزنې دنده یې پر غاړه وه، مننه وکړه. کلیم الله افغان همدارنګه د خبرو په ترڅ کې له فارغانو وغوښتل تر څو د سختیو په مقابل کې له صبر او زغم څخه کار واخلي او زیاته یې کړه چې  د اسلام د دښمنانو په مقابل کې د استقامت درلودل د اسلامي امارت د بریا لوی عامل وو، مولوي افغان همداراز  فارغانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي  مولوي عبدالاحد فارغانو ته د وینا پرمهال له خلکو سره د ښه چلند په اړه سپارښتنې وکړې، همدارنګه  نوموړي دا ډول زده کړې کافي و نه وبللې او ټینګار یې وکړ چې مسلمانان باید د اسلامي نظام د ساتنې لپاره ډیرې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS