د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۹:۲۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او د یاد وزارت دمرستیالانو او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو  ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ولایتي رئیسانو او کارکوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو خبرې وشوې.

 

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند ولایتي کارکوونکو او ریسانو ته د روزنیزو ورکشاپونو جوړول اړین وباله او ټینګار یې وکړ چې په ولایتونو کې دی باید دا ډول روزنیز ورکشاپونه جوړ شي تر څو ولایتي کارکوونکي وکولې شي په ښه توګه دې  مظلوم قشر( د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو) ته غوره او معیاري خدمتونه وړاندې کړي او په ښه توګه د هغوې پالنه او لاسنیوې وشي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د روزنیزو ورکشاپونو د ترسره کولو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل، چې په ډېري ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو رییسانو خپل کارونه په بریالیتوب سره ترسره کړي او باید د روزنیزو ورکشاپونو په وړاندې کولو کې هغوې ته لازمې او اساسي لارښوونې وشي.

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالحکیم حقاني هم وویل چي باید ولایتي کارکوونکو او ریسانو د ښې پوهونې او شته ستونزو د حل لپاره یوه کړنلاره جوړه شي چي د کړنلارې سره  سم هغوې ته روزنیز ورکشاپونه جوړ او وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS