د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوی رییس معرفي شو!
د رییس الوزرا د حکم پر اساس ښاغلی مفتي فیصل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس په توګه معرفي شو.
د مالي او اداري چارو لوی رییس مولوي کلیم الله افغان څرګنده کړه چې ښاغلی فیصل د پراخې تجربې خاوند دی او د ریاست وړ شخص یې وباله.
ښاغلي افغان د اطلاعاتو او عامه اړیکو پخواني رییس د خدمتونه ستاینه وکړه او اداري تغییرات یې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه.
د غونډې په پای کې ښاغلي مفتي فیصل د یاد ریاست د ښه سمبال لپاره هر اړخیز ډاډ ورکړ.