د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون اړوند د پوهاوي غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۷
ویو

سه شنبه/ د 1400 لمریز کال د چنګاښ 15مه نېټه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ښاغلی پوهنمل حمیدالله فاروقي، د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو په پروګرام کې چې د جنډر آمریت لخوا پیل شوی و، ګډون وکړ.

ښاغلي فاروقي ټولنې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د قوانینو پوهاوی مهم وباله او یادونه یې وکړه چې ټولې ننګونې او ناخوالې د قانون د کمزوري حاکمیت او له قانون څخه د خلکو سرغړونو له امله دي.

ټول هېوادوال، د حکومتي چارواکو په ګډون، باید قانون ته درناوی وکړي او د قانون منونکې ټولنې لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړه چې موږ ټول د خپل هېواد او هېوادوالو پر وړاندې مسؤلیت لرو او په دې برخه کې باید ګډې هڅې وشي.

ښاغلي فاروقي ټینګار وکړ چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې بېلابېل او ځانګړي قانونونه لري. له دې څخه یو د هېواد اساسي قانون دی، چې ټولې سیاسي او ټولنیزې اړیکې په عادلانه ډول تنظیم او وړاندوینه یې کوي، او که موږ خپل چلند معیاري کړو، نو موږ به له شک پرته د قانون منونکې ټولنې په جوړولو کې برخه واخلو.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر، په ټولو ګډونوالو غږ وکړ چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې زده کړل شوي مسایل نورو ته ورسوي او هغوی ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بدو پایلو یادونه وکړي، او موږ ټول باید د ټولنې قانون منونکي وګړي واوسو.

ښاغلي فاروقي دغه راز هیله څرګنده کړه، د هېواد اوسېدونکي ويښ او پر خپلو بشري حقونو  پوه او خبر دي. هیڅکله به بیا تاوتریخوالي او زورواکو رژیمونو ته اجازه ورنکړي چې خپل برخلیک حاکم کړي او د هېواد ښځو، ماشومانو او د نورو هېوادوالو بشري حقونه له پامه وغورځوي.

په دې غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان جوړونې او همغږۍ مرستیالې صبرۍ اندړ په مرکز او ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو سره غیرقانوني چلند د څارنې کمیټې د فعالېدو یادونه وکړه او د هغوی غوښتنو او شکایتونو ته د رسېدنې په برخه کې یې د وزارت د جدي ژمنې ډاډ ورکړ.

له هغې وروسته، د ښځو چارو وزارت او کومک پروژې استازې هم پر اړوندې موضوع خبرې وکړې او د هېوادوالو د عامه پوهاوی د مسولیت ارزښت یې یاد کړ.

د یادونې وړ ده چې دا دوه ورځنی ورکشاپ د کومک پروژې په همکارۍ تنظیم شوی، چې بېلابېل او اړوندې موضوع ګانې به پکې بیان شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS